18767472_868811213267436_7765068933150711422_n

په ننګرهار کی د ځآنمرګو او وسله والو بریدونو ۶ کسیزه ډله ونیول شوه

دننګرهار ولایت مسولان وایی د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو اړوند د ځآنمرګو او وسله والو بریدونو ترسره کوونکي ۶ کسیزه ډله ونیول شوه .
د وسله والو طالبانو د پېښور شورا د طاهر په نوم یو تن چې په ابوذر مشهور دی،ننګرهار ته په دې موخه را لیږلی و،ترڅو د دې ولایت په مرکز کې پر یو شمیر مهمو ادارو ځانمرګي او وسله وال ډله ییز بریدونه ترسره کړي،چې موخې تر رسیدو وړاندې ونیول شول .
نیول شوو کسانو کې د عزیز الله په نوم ځآنمرګی بریدګر،د رحمت الله په نوم د برید پلان کوونکی،نزاکت مشهور په وفا د ځآنمرګي بریدګر لارښوود ، نورعلي د ځآنمرګي بریدګر ساتوونکی او قاري زاهد د ځآنمرګي بریدګر انتقالوونکی شامل دي .
په نیول شوو کسانو کې یو تن د ځآنمرګي برید په موخه په ځآن پورې چاودیدونکې توکې هم تړلی وو.