18582101_861337437348147_2576698788386492793_n

په ننګرهار ولایت کی اتلس داعش وسله وال وژل شوی

ننګرهار ولایت په چپرهار او اچین ولسوالیو کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۱۸ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د چپرهار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله لس داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د اچین ولسوالۍ په مامند درې او پېښې سیمو کې د ترسره شوو هوایي بریدونو له امله اته داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
په وژل شوو او ټپي داعشیانو کې اکثریت بهرنیان دي .
په دې پېښو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .