18301376_855197941295430_8605377948420018458_n

په ننګرهارولایت کې ۳۱ داعش وسله وال ووژل شول

ننګرهار ولایت په نازیانو او اچین ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو له امله ۳۱داعش وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د نازیانو ولسوالۍ په سپین ژۍ سیمه کې د هوایي برید له امله ۲ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی یوه مخابراتي دستګاه هم تخریب او لمنځه تللې .
همدا راز د اچین ولسوالۍ د مامند درې په باندر سیمه کې د هوایي برید له امله ۲۹ داعش وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې ملکي وکړو ته کوم زیان ندی اوښتی .