17352292_825343200947571_9081321408560352651_n

په ننګرهار کی د یوې اونۍ په ترڅ کې ۷۳ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په موده کې نهه ګډ او ځآنګړي عملیات ترسره شوي،چې له امله یې ۶۳ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او لس نور ټپیان دي .
د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي د کب په ۲۷ په امنیه قوماندانۍ کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل،په تېره اونۍ کې یې منسوبینو نهه ګډ او ځانګړي عملیاتونه ترسره کړي،چې له امله یې ۶۳ وسله وال مخالفین وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي .
هغه زیاته کړه،د دې عملیاتو پر مهال د بېلابېلو جرمونو او تر شک لاندې دیرش کسان نیول شوي دي، یوولس میله بېلابېلې وسلې او دوه عرادې موتر هم تر کشف وروسته د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د امنیه قوماندان په یاد کنفرانس کې د پولیسو له لورې نیول شوي کسان او په دوربابا او روداتو ولسوالیو کې د پلټنو پر مهال تر لاسه شوي ۲۴۰ کیلو ګرامه چرس،۱۰۸ بنډله د ثانیه سوز فلیته او ۴۳۰۰ عدد ثانیه سوز پټاکۍ چې په یو عراده هینو موټر کې د شګو لاندې ځای پر ځای شوي وې هم رسنیو ته وښودل شوې .
ننګرهار امنیه قوماندان د هغه کسانو مخونه هم رسنیو ته وښودل،چې په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو جرمونو پر مهال نیولي و او له یادې کړنې څخه یې موخه پر نیول شوو کسانو د نورو قضیو موندل په ګوته کړل .