B3aJ5

په هسکه مینه ولسوالۍ کې د مدرسې۱۴ استادان د داعش له منګولو آزاد شول

د ننګرهار ولایت په هسکې مینې ولسوالۍ کې د مشر ملا په نوم له یوې مدرسې څخه داعش وسله والو شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې د ازموینې پر مهال د مدرسې ۱۲ استادان او دوه مامورین له ځآن سره بیولي و،چې د هلو ځلو په ترڅ کې یاد کسان د داعش له منګولو ازاد او نن د کب په ۱۴مه خپلو کورونو ته ستانه شول .
تر دې وړاندې د پچیراګام ولسوالۍ لسګونه مخور چې د داعش له لورې برمته شوې وو،هم د امنیتي منسوبینو او قومي مشرانو د هلو ځلو په ترڅ کې آزاد او خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.