16700352_1259065310796918_5606253147385393212_o

په ۲۴ ساعتونوکی دهیواد بیلابیلو سیموکی ۵۰ تنه وسله وال ترهگر وژل شوی

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول د ۱۸ تنو داعشیانو په شمول ۵۰تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۰ تنه یي ټپیان او ۲ تنه يي نیول شوي دي .

دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، میدان وردګ ،غزنی ، پکتیا ،ارزګان ، کندهار، ، هرات ، فاریاب، بدخشان ،کندز ،کابل او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي چې په نتیجه کې د ننګرها ولایت د ده بالا او کوټ په ولسوالیو کی ۱۸ تنه داعشیان له منځه وړل شوی او ۱۳ تنه ی ټپیان او یو قرارګاه یې د کوټ ولسوالۍ د پنډوک په سیمه کي له منځه وړل شوې ده.
همداراز د غزني ولایت د ناوي په ولسوالۍ کې د د ترهګرو یوه قرارګاه او د جنګي توکو یو زیرمتونونه په نښه شوې او له منځه وړل شوي چي ۲۹ تنه جګړه ماران په کی وژل شوې او د دوي ۷۲ عرادی موټر سایکلونه دري عرادی( مازادا ، سرف او سراچی) موټرونه د یو زیات شمیر وسلو او نورو جنګی سمبالتوکو سره له منځه وړل شوي دي.
په همدی ډول په هغو ګډو جلا جلا چاڼیزو عملیاتو کې چي د پکتیا ولایت د مرکز، چوڼۍ ، د پروان ولایت د توغ بیدی او د کابل ولایت د مسیهی په ولسوالۍ کي تر سره شول ، د پروان په ولایت کې یوه امریکایی تومانچه د ۲۶۵ دانو ډول ډول مرمیو ، او نورو جنګي تو کو سره موندل شوی ، او د پکتیا ولایت په مرکز چوڼۍ کې ۵ بوشکه ای ماینونه، د توغندی ویشتونکی توغندۍ ، د هاوان مرمۍ ، چاودیدونکی مواد اود پیکا ماشینګړې یو میل لاسته راغلی اود کابل ولایت په مسیهی ولسوالۍ کې د یوه کوره یو میل کلاشینکوف ،یوه ټي ټي تومانچه ، یوه پایه مخابره ، یو عراده موټر سایکل او زیات شمیر تبلیغاتی پاڼی او نور جنګی لار ښوونکي اسناد لاس ته را غلې دی