a8adb470c93c2503e04021beed5ae939_XL

په بټي کوټ ولسوالۍ کی څلور تنو وسله والو مخالفين ووژل شول

د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ دويم فارم په سيمه کې تېره ورځ د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب وژل شوی او درې نور ټپيان شويدي.
دغه راز په ورته وخت کې پوليسو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسايطو ضد دوه ماينونه مخکې له چاودنې کشف اولمنځه وړي دي.
بل لور ته سره رود ولسوالۍ کې پولیسو د پلټنو پر مهال يو تن وسله والو سره د اړيکو او بل تن د غلا په تور نيولي او پوښتنې ترې روانې دي.