999

ننګرهارولایت کی دوو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت په چپرهار او هسکې مېنې ولسواليو کې د هوايي بريد او مخامخ جګړې په ترڅ کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو داعش وسله وال ټپي شو.
تېره ورځ د چپرهار ولسوالۍ د بهمارو په سيمه کې د يو هوايي بريد په ترڅ کې يو تن وسله وال طالب ووژل شو.
دغه راز په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يو داعش وسله وال ټپي شوی او داعشيان له سيمې تښتيدلي دي.
په دغه جګړه کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.