index

په کوټ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال دولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي

تېره شپه شاوخوا څلور بجې وسله والو مخالفينو د کوټ ولسوالۍ په درې سري سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ ،چې د پوليسو په ځوابيه بريد کې دولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د وسله والو مخالفينو يوشمېر جسدونه د نښتې په سيمه کې پاتې شوي دي.
بل لورته پوليسو د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده چوک سيمه کې يو کړۍ د وسايطو ضد ماين ،چی دمخالفینو له لوري ځای پر ځای شوی و کشف او خنثی کړ.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ پوليسو د نشه يي توکو څلور تنه پرچون پلورونکي نيولي دي.