15977812_364799087223604_1409865985698222964_n

په نیمروز ولایت کې ۲۰ تنه پنجابیان ترهګروژل ووژل شول

په نیمروز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملیاتو په پایله کې ۸۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د ماین جوړولو دوه سترې کارخانې یې هم له منځه تللي دي.
یاد عملیات چې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالب ترهګرو د ځپلو په موخه له لسو ورځو راپدې خوا پیل شوي وو، ۸۰ تنه طالب ترهګر په کې وژل شوي او د ماین جوړولو دوه سترې کارخانې یې هم له منځه تللې دي.
د ماین جوړولو دا سترې کارخانې چې د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ اړوند د سیداباد، خیراباد او مرغدارۍ سیمه کې یې موقعیت لره د افغان امنیتي ځواکونو له لورې لمنځه وړل شوې دي.
دغه راز په دغه عملیاتو کې د خاشرود ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال دفتر هم ویجاړ شوی او په وژل شوو ترهګرو کې ۲۰ تنه پنجابیان هم شامل دي.
هېره دې نه وي چې په یادو عملیاتو کې د طالب ترهګرو څخه هغه ۴۱ پوستې، چې دوئ د خپلو ځانونو لپاره په جنګي حالاتو کې سپر ګرځولې هغه هم نیول شوې دي.