15940911_776699532478605_7213841264050234580_n

د ننګرهار د دوو تنو معصومو ماشومانو قاتل داعدام په سزا محکوم کړ

دغه جلسه ،چې د ننګرهار استیناف محکمې رئيس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ او د جزا د استیناف ديوان مسوولينو په غړيتوب جوړه شوې وه د رايو په يو والي سره يې د سره رود ولسوالۍ د شمشپور سيمې د دوو تنو معصومو ماشومانو قاتل د جزا د قانون د درې سوه پنځه نوي يمې مادې پر بنسټ داعدام په سزا محکوم کړ.
شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې دسره رود ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې يو کس دوه تنه معصوم ماشومان په چاړه حلال او په شهادت ورسول ،چې له پېښې څو ورځې وروسته پوليسو د خيبر په نوم د شهيدو شويو ماشومانو دغه قاتل ونيوه.
دسيمې خلکو قاتل ته داعدام د سزا په ورکولو خوښي څرګنده کړه او د قاتل لپاره يې د ورکړل شوې سزا په عملي کيدو ټېنګار وکړ.
ديادونې ده ، چې تر دې وړاندې د دغه تنکيو ماشومانو قاتل دښاري محکمې د جزا ابتدايه دېوان له لوري د اعدام په سزا محکوم شوی و.