13901317_1141148095951626_1315753443484096618_n

د وسله والو طالبانو په ننګرهارکی د ۱۲۰ کسيز ګروپ مشر ونيول شو

د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ سپين خوړ سيمه کې تيره شپه ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د يو ۱۲۰ کسيز ګروپ مشر نادرشاه مشهور په خالد او يو تن بل ونيول شول او درې تنه نور وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغه عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو سراچه موټر لمنځه وړل شوی او د دوی يو شمېر وسلې او مهمات د ځانګړې قطعې منسوبينو تر لاسه کړي دي.