15541198_763238753824683_2721746379895269210_n

ملي امنیت درې تنه انسان تښتوونکي او ماینونو ځآی پر ځای کوونکي نیولي

چارواکي وایي د وسله والو طالبانو دوه تنه غړي،چې د سړک غاړې ماینونه یې ځآی پر ځای کول او یو بل وسله وال طالب چې د حکومتي چارواکو د تښتوونې پلان یې درلود، د ننګرهار ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، د وسله والو طالبانو دوه تنه غړي عبدالله مشهور په عبدالاحد او مطیع الله مشهور په هجرت چې د هسکې مینې او پچیراګام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي،غوښتل یې د فامیلو په سیمه کې د تخریبي کړنو په موخه د سړک غاړې ماینونه ځآی پر ځای کړي .
نوموړي زیاته کړه، یاد کسان د ملي امنیت زړورو منسوبینو له لورې د سړک غاړې ماینونو د ځآی پر ځآی کولو پر مهال نیولي.
خوږیاڼي همدا راز وویل، د حجت الله په نوم یو بل وسله وال طالب چې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی دی،غوښتل یې په جلال اباد ښار کې یو مهم حکومتي چارواکی وتښتوي،چې موخې ته تر رسیدو وړاندې د جلال اباد په ښار کې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.
د والي ویاند ویویل نیول شوو وسله والو طالبانو د خپلو خبرو پر مهال پخپلو کړنو اعتراف کړی او زیاته کړې ده،چې د وسله والو طالبانو د مشرانو له لورې یادو کړنو ته هڅول شوي و.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي امنيت موظفينو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر هغه کسان نيولي، چې تخريبې کړنې يې تر سره کولې.