15589822_1039094262902570_9032977675740578282_n

په هلمند کې ۲۲ وسله والو مخالفين وژل شوی

افغان ګډو ځواکونو د هلمند په يو شمېر سيمو کې چاڼيز عمليات پېل کړي چې پکي وسله والو مخالفينو ته پر درنې مرګ ژوبلې سربېره ګڼ امنيتي پرمختګونه شوي دي .
د يادو عملياتو په ترڅ کې د دريمې امنيتي حوزې اړوند د بولان څخه د منډوې پر لور شاوخوا پنځه کيلومتره ، ددوهمې امنيتي حوزې اړوند په سور ګودر سيمه کې درې کيلومتره او د عينک په سيمه کې څلور کېلومتره امنيتي ساحه پراخه شوې ده .
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سور ګودر په سيمه کې د افغان ګډو ځواکونو د قوي عملياتو په ترڅ کې د دوښمن ۱۴ تنه وژل شوي، اته تنه ټپيان دي او د مخالفينو ۷ عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي .
همدارنګه د امنيتي ځواکونو په روانو چاڼيزو عملياتو کې وسله وال مخالفين په بولان، عينک او د نادعلي او مارجې اړوند سيمو کې درانه تلفات لري، چې اوس مهال په يادو سيمو کې دوښمن د تېښتې په حال کې دی .