qaziiinam-mnka

د کډوالۍ په جعلي فورمونو پیسې اخیستوونکي څلور تنه ونیول شول

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د استخباراتو مديريت کار کوونکو د کډوالو چارو رياست مامورينو په همکارۍ هغه څلور تنه نيولي ،چې غوښتل يې په جعلي فورمو له کډوالو چارو رياست څخه پيسې واخلي.
نيول شوي کسان نور محمد ، شيرافضل ، تقديرالله او انعام الله نوميږي ،چې د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
دا لومړی ځل دی،چې په ننګرهار ولایت کې په جعلي فورمونو د کډوالو لپاره د ځآنګړو شوو مرستو تر لاسه کولو هڅه کیږي .