15390798_760760254072533_7865688334011082238_n

په ننګرهار ولایت کی شپږ داعش وسله وال ووژل شول

فرحت،ننګرهار ولایت د اچین او هسکې مینې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله ۶ داعش وسله وال ووژل شول .
د هسکې مینې ولسوالۍ د خرګي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د برید له امله څلور او د اچین ولسوالۍ د پېښې په سیمه کې د یو بل برید له امله دوه داعش وسله وال ووژل شول .
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .