د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو دفتر کې د يو کنفرانس پر مهال وويل، چې د ملي امنيت موظفيو دننګرهار ولايت روداتو، غنې خېلو او مومندرې ولسواليو کې د پلټنې پر مهال دوه تنه انسان تښتونکي، چې د خيبر پښتونخوا اوسيدنکي دي او يو وسله وال طالب ونيول
نوموړي وويل، چې نيول شوي کسان د تورخم – جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د اختطاف په يو شمېر پېښو کې لاس لري.
نيول شوو انسان تښتونکو نسيم او فرمان الله په خپلو جرمونو اعتراف کړیدی او وايي، چې له تيرو دوو کالونو راهيسې يې د تورخم جلال اباد لويې لارې اوږدې کې خلک تښتول.
دوی وايي، چې اوسمهال يې د يوه سوداګر د تښتولو هڅه کوله، چې دوه ځلې يې په تښتولو کې ناکام شول.
خوږياڼي دغه راز وويل، چې په ورته وخت کې د ملي امنيت موظفينو د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې يو تن وسله وال طالب مولوي عبدالهادي، چې د مولوي رحمن ولي د ګروپ غړی دی او په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې کولې نيولی دی.
له نيول شوو کسانو څخه ملي امنيت رياست کې نورې پوښتنې او څېړنې روانې دي.
دوه تنه انسان تښتوونکي او يو وسله وال طالب ونيول شول
صدیقیدسامبر 13, 2016سیاسیدیدگاهها برای دوه تنه انسان تښتوونکي او يو وسله وال طالب ونيول شول بسته هستند
مطلب قبلیکانال اشترخان درولایت غور امروز به بهره برداری سپرده شد
مطلب بعدیپه اچین ولسوالی کی دیو قوماندان په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شو