15253497_1821264034824729_4020192168219486456_n

د ګمرکونو او مالیاتو نوې اکاډمي پرانیستل شو

نن دوشنبه د مالیې وزارت د ګمرکونو او مالیاتو نوې اکاډمي د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې پرانیسته. د پرانیستې په مراسمو کې د ملي شورا یو شمیر استازو، لوړ پوړو دولتي چارواکو او د بهرنیو سفارتونو او مرسته کوونکو هیوادونو استازو هم راسره حضور درلود.
یاده اکاډمي چې په عصري تخنیکي وسایلو سمبال ده، کولی شي، چې زموږ ملي سوداګرو ته ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، ګمرکي چارې له نړیوالو معیارونو سره برابرې کړې او د ګمرکونو نړیوال سازمان د روزنیزو امکاناتو له لارې د یو سالم ګمرکي نظام او له فساد څخه پاک بشري ځواک په را منځ ته کیدو کې به مرسته وکړي. دغه اکاډمي به د عوایدو او ګمرکي ادارو په معیاري کولو، د عوایدو په لوړولو او د هیواد اقتصادي پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي.