15171098_1216420778423310_503958591169369961_n

په پنجوايي کي د ۱۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو کانال د بنسټ ډبره کښېښوول سوه

فرحت،د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په بدوان کلي کي د پنجوايي د مرکزې کانال د بیا رغونې پروژه چي ۱۵ میلونه افغانۍ لګښت لري، د مرستیال والي عبد العلي شمسي له خوا په رسمي ډول په داسي حال کي يې د کار چاري پيل سوي چي په دې مراسمو کي د ولایت مقام د سکتوري خدماتو رئیس، اوبو لګولو رئیس، دFAO مسؤول او ولسي مشرانو حضور درلود.
مرستیال والي د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل: د دې پروژې ټول لګښت پنځلس میلیونه افغانۍ دی چي د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا پر مخ وړل کېږي او مالي لګښت یې نړیوال بانک ورکوي. د یوه کال په اوږدو کي به تکمیل سي او په پوره کېدو به یې په مجموعي ډول ۱۹۷۰ هیکټاره ځمکه خړوبه سي چي په سلګونه زمینداران به ورڅخه ګټه واخلي.
همداراز ښاغلي شمسي د سپیروان کانال افتتاح وکړه او ګټي اخيستني ته و سپارل سوه او د خپلو خبرو په ترڅ کي یې وویل چي د دغسي پروژ په پیل او تکمیل سره موږ ورو-ورو د خپلو زیربناوو د رغونې پر لور ګام اخلو او هغه بنسټیز مشکلات یو په بل پسي حل کوو چي زموږ د ګڼو ناخوالو لامل ګرزي. ده زیاته کړه چي د سپیروان کانال د بیا رغونې پروژه په یوه کال کي تکمیل سوې، چاري یې د اوبو او انرژۍ وزارت پر مخ وړي دي، مجموعي لګښت یې(۷۳۸۲۹۲۲) اووه میلونه افغانۍ دي چي له دې لاري به ۴۷۶ هیکټاره ځمکه خړوبه او ۲۳۸۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
مرستیال والي دغه ډول پروژې له اقتصادي او اجتماعي پلوه خورا ګټورې وګڼلي او زیاته یې کړه چي پرمختیايي چاري نه یوازي اقتصادي وده او پرمختګ پیاوړی کوي، بلکي د سولې او امنیت پر ټینګښت هم غوره اغېز لري، ځکه د دې ډول پروژو په تطبیق او تکمیل سره زموږ زراعت وده کوي، خلکو ته کاري فُرصتونه پیدا کېږي، اقتصادي ناخوالي له منځه ځي او په ټولیز ډول د خلکو او دولت تر منځ باور رامنځته کېږي چي دا هر څه د یو روڼ سبا پر لور د نېکمرغه حرکت یو اساسي ګام دی او دغه ډول پروژې به په راتلونکي کي هم دوام وکړي، ځکه د حکومت اساسي تګلاره د بنسټیزو پروژو رغونه ده.