15272163_1005920626203764_1028742864286923271_o

په لغمان کې د یوې خونړۍ بمي چاودنې مخه ونیول شوه

فرحت،د لغمان د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري د لغمان ولایت په مرکز د ده مازوز په سیمه کې د یوې خونړۍ بمي چاودنې مخه ونیول شوه.

وسلوالو مخالفینو په یاده سیمه کې شپږ بوشکه یي بمونه چې یو له بله سره یې وصل کړي و؛ استوګنیزو کورونو ته نېږدې د سړک په غاړه په یو خوندي ځای کې چې ګڼو ملکي خلکو پرې تګ راتګ کاوه ځای پر ځای کړي ول، چې تېر مازیګر ناوخته د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له خوا په وخت سره کشف او د انجنیرۍ د ټیم له لوري ورته انفجار ورکړل شو.

مخالفین چې همېشه یې هڅه کړې څو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوي، دا ځل یې هم په همدې موخه د ملکیانو په یوې ګڼه ګوڼه ځای دا بمونه په پوره مهارت سره ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې بې ګنا انسانان په قتل ورسوي، خو د لغمان د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت کارمندانو وشو کولی څو د دښمن دغه شومه دسیسه پر وخت شنډه کړي.