capture-jpg-000

په کابل کې د داعش ډلې مربوط دوه تنه ځانمرګي ونیول شول

دوه تنه تنکی ځوانان په نومونو د جلیل احمد د سیداحمد زوی او حامد د امین الله زوی د داعش ډلې غړي چې په پلان کې وه د ځانمرګو اوانفجاري بریدونو د زده کړې لپاره ننګرهار ولایت ته واستول شي دملی امنیت دلوی ریاست دکارکوونکو لخوا دکابل ښار په پنځمه حوزه کې ونیول شول .
نیول شوو کسانو په دې اعتراف کړي چې دهرات ولایت په کرخ ولسوالئ کې د داعش د ډلې دتبلیغاتو مسؤل ملاعبداللطیف لخوا داعش ډلې ته جذب شوي ؤ..