15232056_749103495238209_8811342341757116140_n

ننګرهار پوهنې ریاست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد پر جرم په شپږ،شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شول

فرحت،د اداري فساد پرضد د مبارزې ابتدايه محکمې له لوري دعلني غونډې په ترڅ کې د پوهنې رياست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد په قضيه کې په شپږ – شپږ مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
دغه علني غونډه دقضاوتمند نجيب الله فروتن په مشرۍ ، دقضاوتمند سيف الرحمن شريفي ، قضاوتمندعنايت لله حافظ په غړيتوب او په منشيتوب ترسره شوه .
دعلني غونډې په پيل کې د موظف څارنوال دتورنو پروړاندې برابره شوې صورت دعوه واوروله ، چې دتورنو مدافع وکيلانو يې دفاعه کوله .
په علني غونډه کې د ننګرهار پوهنې رئيس الله داد اسماعيلزي او ددې رياست نورو منسوبينو هم خپلې خبرې او معلومات دغونډې له ګډون والو سره شريک کړل، چې په پايله کې يې د اداري فساد پرضد دمبارزې ابتدايه محکمې قضايي هئيت د قضيې دطرفينو په شتون کې درايو په يوالي سره دپوهنې رياست درې تنه اداري کارکوونکي د۴۰۰۰۰ زره افغانيو اداري فساد په قضيه کې دجزا دقانون د ۲۷۰ مادې د ۲ فقرې پربنسټ هر يو تن دنيولو دڼېټې په پام کې نيولو سره په شپږو – شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
دغونډې قضايي پلاوي وويل دتورنو پروړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي.