15194415_749008765247682_3238092079017410476_o

ملي امنيت دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل

فرحت،د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د وزيرو په احمد خېلو سيمه کې د ملي امنيت موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل.
دغه دوه تنه عطاء الله او مدثر نوميږي او شاوخوا يوه مياشت وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده صاحب له سيمې تښتول شوي و.
ياد کسان نن د ليندۍ په اوومه د ملي امنيت موظفينو له لوري د خپلو کورنيو غړو ته وسپارل شول.