farmmandah-artish-hhiir

دوه تنه د غلا په تور او يو تن وسلو سره ونيول شول

فرحت،د جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې پولیسو ځانګړي عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې له يو تن سره يو ميل کلاشنکوف، دوه تومانچې، شاژورونه او مرمۍ نيولي دي.
دغه راز په ورته وخت کې پولیسو د ننګرهار غنې خېلو ولسوالۍ مارکوه سيمه کې دوه تنه د يو کرولا ډوله موټر د غلا په تور نيولي دي. په همدی حال د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې تيره شپه صفر ۲ قطعې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور درې تنه نيولي دي.

نيول شوو کسانو په خپل جرم اعراف کړی او ترې پوښتنې روانې دي.