15095012_1112230735533403_8993189473062413202_n

په لغمان ولایت کې ۲۲۵ وسلوال مړه او ټپيان شوي دي

فرحت،دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې چې د لومړۍ پلې لوا په مقر کې له رسنیو سره د امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو د لاسته راوړنو او عملیاتو د پایلو د شریکولو په خاطر جوړ شوی وو. په دغه کنفرانس کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان،د ملي امنیت رئیس،امنیه قوماندان او د هماهنګۍ د مرکز مسوولینو حضور درلود. لغمان والي وویل چې په روان لمریز کال کې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د حرکاتو او عملیاتو پرمهال د طالبانو د کلیدي قوماندانانو په ګډون ۱۰۸ ورانکاره وژل شوي،۱۱۷ یې ټپیان او ۲۶ یې ژوندي ګرفتار شوي دي. عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر بنسټ د دښمن د ۱۴۴۷ بریدونو مخه نیول شوې او ټولې ولسوالۍ له سقوط ژغورل شوي دي،نوموړې د دې یادونه هم وکړه چې د ۴۸۴ ماینونو د کشف او خنثي کیدو ترڅنګ د څو ویجاړونکو درنو موټر سایکل او موټر بم چاودونو مخه نیول شوې او ولس په امن کې ساتلی شوی دی. مطبوعاتي کنفرانس ته لغمان والي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د مرکز او ولسوالیو په کچه یې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال ۳۸ میله سپکه او درنه وسله ترلاسه کړې او د ډایاګ پروګرام ته سپارل شوې ده. لغمان والي د لغمان ولایت د ټولو امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو د لاسته راوړنو او قربانیو درناوی وکړ او دوی یې د ولس او خاورې هغه ساتونکي وبلل چې تاریخ به یې قربانۍ او خدمتونه هیر نه کړي، او هغه کسان یې د ولس او خاورې دښمنان وبلل چې د وسلو،جګړو او یا منفي تبلیغاتو له لارې د ولس او نظام پرضد کړنې او حرکتونه ترسره کوي. لغمان والي ټولو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې پر دښمن بریدونه وکړي او په قوت سره د دښمن جرړي وباسي، نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د خپلې خاورې سره د مینې په خاطر د خپلو ساتونکو ملاتړ وکړي او هغه کسان دولت ته په ګوته کړي چې د پردیو په اشاره د بربادۍ او ویجاړۍ په کړنو کې لاس لري. د امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو مسوولینو خبر داری ورکړ چې له دې وروسته به ټول هغه کسان له منځه یوسي چې د ولس او خاورې پرضد جګړ کوي او یایې له نورو لارو د دښمن حمایت کوي، دوي وویل چې د امنیتي تهدیدونو، جرایمو او د کوکنارو د کښت پر وړاندې به د ځانګړو تدابیرو له مخې مبارزه وکړي، د خپلو سرونو او وینو په قیمت سره به خپله خاوره وساتي.