3ACD5216-499A-4869-BA77-C70CDC9C21A0

ننګرهار کې د دووکورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فرحت نړیوال خبري آژانس د خبر له مخې نن د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي نښته کې یوه میرمن وژل شوې او درې کسان نور ټپیان شوي دي.
د سیمې یو اوسیدونکي انور شینواري فرحت نړیوال خبري اژانس ته وویل، چې نن غرمه مهال شاوخوا یوولس بجې د غني خیلو ولسوالۍ په «ګلاهي زاخیلو» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي وسله واله نښته کې د یوې کورنۍ یوه میرمن وژل شوې او درې کسان نورو ټپیان شوي دي.

هغه وایي، پېښه د ځمکې پر سر د جنجال له کبله شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

تراوسه ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي‌ ننګرهار کې په دې وروستیو د کورنیو ترمنځ دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې اقتصادي ستونزې او په لویه کچه د خلکو بې روزګاري په ګوته شوې ده.

بلال احمدي
فرحت نیوز/ننګرهار