E784226D-99BE-430C-B776-5264D29BDC10

ډونالډټرمپ له طالب مرستیال ملا عبدالغني برادر سره تلیفوني خبري کړي

نن مازیګر د دوحې په وخت ۵ بجي ۴۰ دقیقې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقي تلیفوني خبرې وکړې.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند وایی:په دې خبرو کي چي د مذاکراتي ټیم څوتنه غړي او ډاکتر زلمی خلیلزاد هم حاضروو،ملا برادر اخند د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس لمړی را بطې ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي زه د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس په نمایندګي په پوره باور سره ویلای شم چې که د امریکا متحده ایالات له موږ سره په شوې توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي اړیکي ولرو.

ښاغلی مجاهد زیاتوی،ملا برادر اخند ورته وویل:ښاغلی جمهور رئیس!تاسي له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په وتلو او راتلونکو مثبتو اړیکو کي له قاطعیت څخه کار واخلئ او چاته اجازه مه ورکوئ چي د شویې هوکړي په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کي مو لا زیات ښکیل وساتي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت یو منظم سیاسي او نظامي ځواک دی او له تاسي او د نړئ له نورو هیوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو وړ تیا او اراده لري.

ملا برادر وویل د هیواد خپلواکي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی نو څومره چي ژر کیدلای شي په كړيو توافقاتو عمل وشي، سر تاسري سوله راشي او افغانان له خپلو بنیادي حقوقو برخمن شي.

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ورته وویل:
د امریکا د متحده ایالاتو په شان د یوه پرمخ تللي هیواد سره ښایې چې د جنګ ځپلي افغانستان سره په بیا رغونه کي پوره مرسته وکړي او همدا یو مناسب عمل دی چې د امریکا د متحده ایالاتو په حیثیت به مثبت اغیز وکړي.

دامریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل:خوشحاله یم چې تاسې سره خبري کوم، تاسې قوي خلک یاست او ډیر ښه هیواد لرئ او زه پوهیږم چې تاسې د خپلي خاوري لپاره جنګیږی، موږ ۱۹ کاله هلته وو او دا ډیره اوږده موده ده، اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي.

ولس مشر ټرمپ زیاته کړه:زما د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر له اشرف غني سره خبري وکړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کي پراته خنډونه لیري شي.

نوموړي وویل موږ به په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونه کې پوره برخه واخلو.

د دواړو طرفونو تر منځ د شویې توافق نامې د عملي کولو په برخه کې هم اوږدې خبرې وشوې.

نصیراحمد احمدی
فرحت نیوز/غزنی