B32D1119-1DCA-4ED2-AB9E-02C91E4E65D0

هرات کې په کرونا ویروس يو تن اخته وپيژندل شو

د افقانستان په لوېديځ هرات ولایت کی د کرونا لومړی مثبته پیښه ثبت شوه.
د عامې روغتیا وزیر نن د یوه خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چی د درېيو شکمنو کسانو له آزموینې وروسته څرګنده شوه، چی یو تن یې په کرونا اخته دی.
له دې سره افغانستان د نړی ۳۳ هیواد شو، چی د کرونا پیښه پکی ثبتیږی، په کرونا اخته کس د هرات اوسیدونکی دی، چی تازه د ایران له قم ښار څخه هرات ته راغلی و.
ددې تر څنګ د هرات روغتیایي چارواکي هم وایی، چې د کرونا د ویروس ۷ نورې شکمنې پیښې هم ثبت شویي، چی اوس مهال د دغه ولایت د حوزوي روغتون په انتاني برخه کې تر جدي ساتنې لاندې دي.
عبدالحکیم تمنا د هرات د عامې روغتیا ریاست رئیس د خلکو څخه غوښتنه کوي، چې روغتیایي لارښونو ته پام وکړي او د غیر ضروري تګ راتګ، په عمومي ځایونو او ګنه ګونه کې د حضور څخه ډډه وکړي.
فیروزالدین فیروز د روغتیا وزیر د یوه خبری غونډی په ترڅ کی د کرونا د مثبتی پیښی تر څنګ د خلو څخه غوښتی تر څو هرات ته د غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړی.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات