5E2791EC-677F-4F03-8651-868C67FD4B35

هرات کې وسلوال غلاوي او جنايي جرمونه زیات شوي دي

هرات ولایت کې وسلوال غلاوي، سازمان شوي جرمونه او په ځانګړي ډول د اوسېدونکو څخه د واټونو پر سر د ګرځنده مبایلونو او نورو اړينو توکو د شکونې لړۍ ډېره توده شوې ده، چې دې چارې د هرات اوسېډونکي سخت اندېښمن کړي دي.

د هرات اوسېدونکي وايي، چې په رڼا ورخ د ښار په واټونو کې د غلو له خوا لوټل کېږي او اړین توکي يې ځنې وړي.

محمدالله د هرات يو تن اوسېدونکي نن پنج شنبه د (کب ۱) فرحت نیوز ته وویل: دې وضعیت سخت اندېښمن کړي يو، په ښار کې وسله والې غلاوي ډېرې شوي او په ډاګه خلک لوټي.:
دا اوسېدونکي د ځايي چارواکو څخه غواړي، چې ددې ستونزو د لېرې کولو او د امنیت د ټېنګښت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
دا اوسېدونکي دغه راز وايي، چې په ښآر کې حاکمه ناوړه وضعیت د خپل ژوند څخه نهيلي کړي او په ښار کې يې د ويرې او وحشت فضا خپره کړې ده.
دوی دغه راز وايي، چې دې چارې د خلکو ورځني چارې ټکنۍ کړي او ژوند يې له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
دا اوسېدونکي د ځايي چارواکو غواړي، چې ددې ستونزو د لېرې کولو لپاره جدي او کوټلي ګامونه اوچت کړي.
د هرات ولایت ولایتي شورا غړی سردار بهادري هم په ښار کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي: چې کشفي او استخبارتي ځواکونه باید په ښار کې خپلسري او مافیايي کړۍ په نښه کړي او تر څارنې لاندې ونیسي.
ښاغلی بهادري ځايي اداره تورنوي، چې مافیايي باندونه او تباه کاره کړۍ هيڅکله هم نه تعقیبيږي.
هرڅو ځايي ادارې څه موده وړاندې د ښاري نظم او سمون په خاطر د يوې طرحې د اجرا خبر ورکړ، خو د هرات اوسېدونکي د دولت دا شان کړنې سمبولیکي بولي او ټېنګار کوي، چې حکومت باید ددې خپلسریو مخ ډب کړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، د ښاري نظم د سمون په برخه کې وروستۍ طرحه ګټوره بولي، او وايي، هڅه کوي، چې د جرمونو مخه تر یو بريده ونیسې.
د هرات د اوسېدونکو په باور، په دې وروستيو کې په ښار کې امنیتي وضعیت ډېر کړکيچن شوی، خو د کابو کولو لپآره يې د دولت له خوا هيڅ عملي او موثر ګام نه دی لیدلی.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات