FAA8351C-F1CB-4BDA-B5CE-B3C0DF9976F8

د هرات اوسېدونکي: سیاستوال باید په حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتي

هرات ولایت کې عام خلک د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو څخه خوشهاله دي او وایې: باید په دا حساسو شرایطو کې خلک او سیاستوال خپل یووالې وساتي.
دوی د سیاستوالو څخه غواړي، چې د ټاکنو پایلې ومني او په هیواد کې د جنګ او بې اتفاقۍ څخه مخنیوی وکړي.
د حاجې نصیر احمد په نوم د هرات يو تن اوسېدونکي نن پنج شنبه د (کب لومړۍ ) فرحت نیوز ته وویل” : افغانستان په ډېر حساسو شرایطو کې قرار لري، په داسې وضعیت کې د خلکو او سیاستوالو یووالی ډېر مهم دی او ټول سیاستوال باید د قانون په رڼا کې پایلې ومني او هیواد دې د بحران په لور نه خوځوي”
د هرات اوسېدونکي دغه راز د ټاکنو د پای اعلان د هیواد د پرمختګ او ولسواکۍ لپاره مهم ګڼي.
د هرات ولایت د ولایتی شورا یوشمیر غړي هم بې اتفاقی د افغانانو په ضرر ګڼې او په دی تړاو هره کړنه مردوده بولې.
هرات کې مدني فعال امان الله نیازی وايي، چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو ترمنځ یووالې ډېر اړین دی او سیاستوال باید داسې کړنه ترسره نه کړي، چې په هیواد کې د ګډوډۍ لامل شي.
د هرات ولایت د ولایتي شورا غړی سردار بهادري هم وایي، چې د ټاکنو پایلو اعلان یوه ضروري چاره وه او ښکیلي خواووي دې کوښښ نه کوي، تر څو په هیواد کی یو نوی بحران را منځ ته کړي.
ښاغلی سردار بهادري زیاتوي، چې د غبرګوني حکومت جوړول رسماْ هیواد په دوو برخو ویشی چی دا هیڅ چاته د منلو وړ نه ده.
په هرات کې يو شمېر وګړي په داسې حال کی د ټاکنو د پایلو د اعلان هر کلی کوي، چې عبدالله عبدالله د پایلو د اعلان وروسته د غبرګوني حکومت اعلان وکړ او ځان یی د هیواد ولسمشر وباله.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات