50CC5702-0615-40BA-A93E-D481D515BED6

هرات کې دیني عالمانو او ځوانانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

“راځې خبری وکړو” تر نامه لاندی د افغان ځوانانو د سولې غوښتنې غونډه په هرات ولایت کې جوړه سوه.
د دی غونډی ګډون وال وایې: سوله هغه وقت په افغانستان کې شونې ده چې افغانان خپلو منځو کې سره کښینې، خبری وکړی او یو بل ښه و پیږنې.
د معصومه رویش په نامه يوې پيغلې نن یک شنبه (د سلواغې ۱۳مه) فرحت نیوز ته وویل:” موږ څو لسېزې کېږي، چې په جګړه کې ښکېل يو، زموږ په هيواد کې د جګړو اصلي دلیل دا دی، چې موږ يو بل سم نه پيژنو او یو د بل په اړه دقیق معلومات نلرو.”
دا ځوانان چې، ډیری برخه یې میرمنې او دیني عالمان تشکیلوي، جنګ یو ناوړه پدیده بولې او د سولې ټینګښت د افغانانو هیله یادوي.
دا ځوانان زیاتوی چې د سولې راتلو په موخه افغان حکومت باید خپلې هڅې چټکي کړي.
د ارین هاشمي په نوم يو بله پيغله وايي، چې افغان سوله تر دې وروسته باید رنګ راوړی او افغانان د یو سرتاسري اوربند او سولې راتلو شاهدان ووسي.
په همدې حال کې ځوان دیني عالم حبیب الرحمن خبیب، سوله د هر افغان دینې او اسلامی دنده بولي او وایې: باید ټوله وګړي د سولې راوستلو په خاطر عملی هڅې وکړي، ځکه په خبره یې پرته له عمل کولو خبرې کول ګټه نه کوي.
د سولې غوښتنې دا پروګرام او ورته نورې غونډې په داسې حال کې په هرات ولایت کې په لار اچول کېږي، چې تازه د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد لومړی پاکستان او بیا کابل ته راځي.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات