DD2BD993-F137-4B2A-BEA2-A4423BD352B9

په غزنې کې راکړه ورکړه کې د افغانیونشتون ستونزه

په غزني کې په افغانۍ باندې د راکړه ورکړې لپاره د افغانیو له نشتون څخه خلک سره ټکوي او خلک وایي چې له دوی څخه زر پاکیستانۍ کلدارې ۴۸۰ افغانۍ اخېستل کېږي او د دوی غوښتنه له دولت څخه دا ده چې په غزني ښار کې دي افغانۍ ډېري شي او په دې اړه د غزني صرافان هم له همدې ستونزې سره لاس او ګریوان دي چې په غزني کې د افغانیو له کمښت سره مخ دي خو په دې اړه دغزني والي ویاند بیا دا هر څه رد وي او وایې چې په غزني ښار کې یې کافي اندازه افغانۍ وېشل شوې دي او کافي اندازه پیسې په بانګ کې نورې هم لرو او ډېر ژر به دا نورې پیسې هم بازار ته وړاندې کړو د دې تر څنګه د ښاغلي نوري ټنګار پر همدې وو چې باید په راکړه ورکړه کې له افغانۍ څخه کار واخېستل شي ځکه چې دا زموږ ملي هویت دی او له سرغړونکو سره به قانونې چلند کېږی
نصیراحمد احمدي
فرحت نیوز/غزني