74E80493-9DE3-4646-BCA0-DB0D02084273

هرات کې د کډوالو او کورني بې ځایه شويو ميرمنو د لاسي صنایعو نندارتون

په هرات ولایت کې نن د کډوالو او کورني بې ځایه شويو ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د درېیو ورځو لپاره به د نندارچیانو پر مخ پرانیستی وي، په کښې د کډوالو او بې ځایه شويو ښځو لاسي صنایع، شات، انځورونه او نور تولیدات نندارې ته وړاندې شوي.
چارواکي وایي، چی ددغه نندارتون د پرانیستنې موخه د ګډوالو او بې ځایه شويو سره مرسته او هغوی ته د کار زمینه برابرول دي.
د هرات ولایت د کډوالو او بې ځایه شويو چارو رئیس جاويد نادم فرحت نيوز ته وویل: ، چې دغه نندارتون د هغه ښځو له خوا پرانیستل شوی، چی مخکې له دې یې د لاسي صنایعو لازمي روزنې لیدلې وي.
ښاغلی نادم زیاتوي، چې ددغه نندارتون د پرانیستې څخه یی موخه لاسی صنایو برمختګ او ښځو ته د کار زمینه برابرول دي.
له بلې خوا بیا ددغه نندارتون صنعتګر وایي، چې د تولیداتو د خرڅلاو لپاره یې ددغه نندارتون پرانیستل بسنه نه کوي او باید یو دایمي مارکیټ ورته جوړ شي.
په هیواد کی هر کال ډیری هیوادوال د بیلابیلو ستونزو له کبله بې ځایه کېږي، چی فقر او بی وزلي یی له جدي ستونزو څخه بلل کیږی.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات