EB420B58-2510-48E0-AA86-5E89EC259B56

هرات کې د سولې او اسلامي عدالت او د ثبات او همپالنې پلویانو لاریون وکړ

د سولې او اسلامي عدالت او د ثبات او همپالنې ټاکنېزو ټيمونو په سلګونو پلویانو نن په هرات کې لاريون وکړ.
لاريون کوونکي دا لاريون د هغه څه د مخنيوي لپاره کوي، چې دوي يې په ټاکنو کې درغلي ګڼي.
دواړو ټاکنېزو ټکټونو ټېنګار وکړ، چې پاکي او بايومتریکې رايې دې د غير بایومتريکو رايو څخه جلا کړل شي او غير بایومتریک دې باطلې اعلان شي.
دوی د ټاکنېزو کمیسیونو څخه غوښتنه وکړه، چې په خبره يې هغه ۳۰۰ سوه غیربایومتریک رايې دې له سیستم څخه وباسي او باطلې دې اعلان کړي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات