B6AE6CBD-C89F-4DEA-BD8E-46EC27E1BC60

معلولين : په دولتي ادارو کې قانوني حق ندی راکړل شوی

په هرات ولایت کې د معلولینو د نړیوالې ورځې څخه د يوې غونډې په ترڅ کې لمانځنه وشوه.
په دغه غوڼده کې معلولینو او د شهیدانو کورنیو په ځایي چارواکو نیوکه وکړه چې ګوندې معاشونه یې پر وخت نه ورکوي او په دولتي ادارو کې ورته قانوني حق ندی ورکړل شوی.
امید حقجو یو تن معلول فرحت نیوز ته وویل:” په دولت ادارو کې د معلولينو لپاره د کار او اشتغال ماده کې څرګنده ده، چې ادارو کې درې سلنه معلولين ونډه لري. ما دري ځله په دولتي بستونو کې اپلی کړی خو زه شارت نه شوم او زما فزیکي حالت ته يې ګوته ونیوله.”
هرات کې معلولین د نورو ستونزو سره سره وایي چی معاشونه یی پر وقت نه ورکول کیږي او په دولتي ادارو کې یې د درې سلنه د استخدام قانوني حق هم په نظر کې نه نیول کیږي.
بل خوا بیا د هرات ځایي چارواکي دغه ستونزه مني او وایي: چې هڅه کوي د شهیدانو کورنیو او معلولینو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
په همدې حال کې د هرات د شهیدانو او معلولینو چارو آمر، عزیز احمد پوپل فرحت نیوز ته وویل، چی د روان مالي کال د معلولینو او شهیدانو څلورم تخصیص یي تر اوسه نه دی تر لاسه کړی او شاوخوا ۶۰۰۰ معلولینو او د شهیدانو کورنیو خپل معاشونه نه دي تر لاسه کړي.
دی زیاتوی چی هڅه کوی دغه ستونزه ژرتر ژره هواره کړي.
د معلولینو د نړیوالې ورځې څخه هر کال د لیندۍ د میاشتې په دولسمه نيټه لمانځنه کیږي؛ خو معلولین بیا دغه کار نمایشي بولي او وایي، چی په ژوند کې يې کوم مطلوب بدلون نه دی راغلی.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات