62D80445-7AAE-4282-88E5-8621CB74868F

د هرات په پنځو ولسواليو کې د يوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو پرچاوۍ

د هرات د شينډنډ په پنځه ګونو ولسواليو کې د څو مودې راهیسې د مخابراتي شبکو د آنتونونه پرچاوی رامنځته شوی او خلکو ته يې ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
شنينډنډ کې خلک او چارواکي ادعا لري، چې د يوې میاشتې راهیسې د مخابراتي شبکو آنتنونه پرې شوي او د مخابراتي شبکو د پرچاوۍ له کبله له ګڼو ستونزواو ننګونو سره لاس او ګريوان دي.
شينډنډ کې خلک او چارواکي د مخابراتي شبکو د آنتڼونو د پرچاوی او پرې کېدو لامل د وسله وال طالبانو باج اخېستنه يادوي.
د شينډنډ ولسوالۍ ولسوال حکمت الله حکمت نن د يوې خبري غونډه پرمهال فرحت خبري آژانس ته وویل: د نژدې يوې میاشتې راهیسې د وسله طالبانو د بريدونو له کبله د مخابراتي شبکو پرچاوی رامنځته شوی، چې په خبره يې ، خلک يې ګڼې ستونزې زيږولي.
په ورته مهال کې د هرات والي عبدالقیوم رحيمي وايي: په شینډنډ کې د مخابراتي شبکو د بیاځلې نښلولو او فعالولو لپاره امنیتي ځواکونه لاس په کار شوي.
نومړي وویل” په شينډنډ او اړوندو سیمو کې د نژدې یوې میاشتې راهیسې، په ۲۴ ساعته ډول مخابراتي شبکې پرې شوي دي ، او په دې موده کې هيڅ يوه مخابراتي شبکه فعاله نه ده پاته شوي او له دې اړخه يې اولس ته ګڼې ستونزې رامنځته شوي ان دا چې هيڅوک يو له بل له حاله هم خبر نه دی.”
له بلې لوري د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د یادې ستونزې د هوارۍ په برخه کې د تازه او جدي اقداماتو خبري کوي او وايي: امنیتي ځواکونه په ځانګړو ځایونو کې د آنتونونو د درولو لپاره یرغلېز عملیاتونه پيل کړي.او په خبره يې دا ځل آنتنونه په خوندي ځایونو کې دروي چې د طالبانو لاسرسی ورته ممکن نه وي.
د خلکو په باور د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د مخابراتي شبکو د آنټنونو د نښلولو او پرې کولو کنټرول تر ډېره د وسله والو طالبانو په لاس کې دی او له دې لارې په کلني ډول ډېری عوايد ترلاسه کوي.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات