066A4EAD-C685-4B01-B38F-EFC5F02FDD78

د کندهار هوایي لوا څخه ۱۵ تنه ښوونکي پیلوټان،پیلوټان او نښه ویشتوونکي فارغ سول

پرون چهارشنبه د کندهار هوایي لوا څخه ۱۵ تنه پیلوټان، ښوونکي پیلوټان او نښه ویشتوونکي تر دریو میاشتو زده کړو وروسته فارغ سول.

یادو فارغینو د UH-60 بلک هاک هیلکوپټرو په اړه زده کړي تر لاسه کړي، چي ۲ تنه یئ ښوونکي پیلوټان، ۸ تنه پیلوټان او ۵ تنه نښه ویشتوونکي دي، چي د فراغت په موخه یې نن په کندهار هوایي لوا کي مراسم جوړ سوي وه، چي د هوایي لوا قوماندان تورنجنرال عبدالرازق شیرزی تر څنګ د قاطع ملاتړ ماموریت مشاورینو او یو شمیر نورو مسؤلینو هم برخه اخیستي وه.

په مراسمو کي د هوایي لوا قومندان تورنجنرال عبدالرازق شیرزي ډاډ وړاندي کړ، چي یاد فارغین د هوایي او ځمکني عملیاتو پر مهال د دښمن هر ډول پلانونه شنډولاي سي او د خپل خاوري او خلکو د ځان او مال څخه په پوره شجاعت او میړانه دفاع کولاي سي.

ښاغلي شیرزي وویل، چي یادو فارغینو دریې میاشتي زده کړي ترلاسه کړي او کولاي سي په پوره مهارت ورسپارل سوې دنده کي د ځانه وړتیا ښکاره کړي.

نصیر احمد احمدی
فرحت نیوز/کندهار