CBDE1254-3C6A-4747-A664-A24EAF0ACC88

هرات کې د تېر کال په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۵سلنه لوړه شوي

نن د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالي سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
په هرات ولایت کې له دې ورځې څخه نن په داسې حال کې لمانځنه وشوه، چې د يو شمېر بنسټونو په باور د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوي ده.
د هرات ولایت د ښځو چارو ریاست رئيسې انېسه سروري نن د (نومبر ۲۵مه) فرحت نیوز ته وویل: په هرات ولایت کې د تېر کال په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه سږ کال ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.
د اغلي سروري په وینا، یاد ریاست په ۱۳۹۸ لمرېز کې ۶۴۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړي، چې په خبره يې سږ کال يې شمېر تر ۸ سوه اوړي.
نوموړي وویل:” موږ په ۱۳۹۸ کال کې د ښځو په وړاندې د خشونت ۶۴۵ پېښې ثبت کړي وي،خو په ۱۳۹۸ کال ۸۰۱ پېښه ثبت شوي، چې د وهلو ټکولو او ځورولو پېښو کچه تر ټولو پکې لوړه ده چې ۳۷۹ قضيې ثبت شوي”.
په همدې حال کې د هرات ولایت د ولایتي شورا غړي سکینه حسیني بیا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدو لامل په ولسوالیو کې د عدلي قضایي ارګانونو نشتون او په دې ارګانونو کې د زورواکو نفوس یادوي او وایې: باید دا لړۍ ودرول شي.
هرات ولایت چې د هیواد یو فرهنګي ولایت بلل کیږي پکښې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې په داسې حال کې زیاتوالي مومي چې یوشمیر شنونکي یې لامل اجباري ودونه او د میړه او میرنې په ژوندانه کې د نورو کسانو لاسوهنه یادوي.

عبدالناصرارمل
فرحت نیوز/هرات