F703271B-7773-40A1-A2EB-9CEA0B83B2F3

د هرات تاریخي ودانیو ته پام و نه شي،ډېری تاریخي ودانۍ به له لاسه ورکړو

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د تاریخې ودانیو او آثارو بیارغونی لپاره د بودجی نه ځانګړی کېدو څخه ګیله لري او وایي که دې اړخ ته بودجه ځانګړي نه شي، هرات به ډېری تاریخي ودانۍ او آثار له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دا وروسیتو کې د هرات ولایت ځایي ادارې د دې ولایت د تاریخي ودانیو بیا رغولو ته پاملرنه ډېره کړي ده.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اریا رؤفیان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د تاریخي ودانیو او آثارو بیارغونې لپاره د بودجې نه ځانګړي کېدو څخه ګیله مند دي او وایي: په تېرو کلنو کې د دې وزارت له خوا هیڅ ډول ځانګړي پاملرنه هرات ولایت ته نه ده شوي.

ښاغلي رؤفیان وویل:” له بده مرغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته هيڅ پاملرنه نه کېږي، د وزارت له لوري د ودانيو لپاره د ساتنې او څارنې بودجه صفر ده.

موږ وزارت ته پنځه مشخص موارد لېږلي، که بودجه را ونه لېږي؛ نو دا تاریخي ودانيو به ټوله ونړيږي”.

له بلې خوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد فرحت نیوز سره په خبرو کې وویل: هغه تاریخي ودانۍ او آثار چې د له منځه تلو د خطر سره مخ دي، د دې ادارې له خوا سروي شوي او د بیا رغولو لپاره به یې اقدام وشي.

ولي زاده زیاته کړه، د هرات ځایي اداره، په دا ورستیو کې د تاریخي ودانیو او آثارو بیا رغولو ته پاملرنه ډېره کړي په دې پسې ده، چې د هرات تاریخي او فرهنګي موقف ژوندی وساتي.

هرات چې د هیواد د لرغونو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، پکې د ۸۰۰ سوه په شاوخوا کې تاریخي ودانۍ او آثار شتون لري، چې یوشمیر یې د یونسکو نړیوال سازمان سره هم ثبت شوي دي.

دا تاریخي ودانۍ او آثار په تېرو وختونو کې ویجاړ شوي او بیا رغونې او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات