408126BC-AA15-4E17-BE61-18D61245E2D3

هرات کې خلک د ناقانونه وسلو او خپلسرو وسله والو څخه اندېښمن دي

د هرات ولایت اوسیدونکي په دې ولایت کی د ناقانونه وسلو او وسله والو له شتون څخه اندیښمن دي.
دوی زیاتوی، چې په ښار کې د ناقانونه وسلو شتون د غلا، سړي تښتونې، قتل او نورو نا امنیو اصلي لامل دي.
د دې ولایت اوسیدونکي په ښار کې د نا قانونه وسلو او وسله والو له شتون څخه سر ټکوي او زیاتوي، چی په ښار کی د ناامنیو اصلی لامل د نا قانونه وسلو او وسله والو شتون دی.
د جلیل په نوم د هرات يو تن اوسېدونکي فرحت نیوز ته وویل:”په ښار کې دننه ټولې ناامنۍ، ترورونه، اختطاف ، وسله والې غلاوي او نورو بې نظميو لاملونه په ښار کې د خپلسرو وسله والو له سبب نه دی، او هر کار چې زړه وغواړي ترسره کوي یې”.
د هرات نور اوسېدونکي هم ورته اندېښنې لري او څرګندوي، چې خپلسرې وسله وال په ښار کې د نا امنیو او هرج و مرج اصلي لاملين دي.
بل خوا بیا د هرات ولایتی شورا یوشمېرغړي امنیتی بنسټونه په بی کفایتي تورنوي او وایي، چې امنیتي ارګانونه د خلکو د امنیت نیولو او نا قانونه وسلو د راټولولو توان نه لري.
همدغه راز د هرات د ولایتی شورا مرستیال توریالی طاهری وایی چی پولیس د ناقانونه وسلو د راټولولو او د خلکو د امنیت نیولو توان نه لری.
نوموړي وویل:” ښار کې پولیس او امنیتي بنسټونه د خپلسرو وسله والو او وسلو د ټولولو په برخه کې دقیق او پیاوړي چک پاینټونه ولري، او په ښار کې دننه تلاشۍ پروګرامونه ولري، چې سلاوي د غير مسؤله وسله والو څخه واخلي”.
دا په داسي حال کي ده، چې د هرات ولایت امنیتي مسولین وایې، چې هیڅ څوک د نا قانونه وسلو د ګرځولو حق نه لري.
محمد عثمان محبوبي د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر زیاتوي، چی په تېرو درېیو میاشتو کې یی له څلور سوو میلو زیاته غیر قانوني وسله د ښار د مختلفو ناحیو څخه راټوله کړې ده.
هرات، د لویدیځې حوزې زړه او د هیواد اقتصادي قطب دی؛خو دغه ولایت له ډیرې مودې راهیسې د بیلابیلو نا امنیو شاهد دی.
هرات ولایت د هیواد له هغه ولایتونو څخه دی، چې د سړي تښتونې او وسله والو غلاوو ترڅنګ پکښې جنایي پیښې زیاتې رامنځته کیږی.