E6BB5814-2D07-434F-9B53-F9319AB783F0

هرات امنیتي چارواکي، د الکولي مشروباتو د توليد او سپړنې يو چاڼځای کشف کړ

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/ هرات

د هرات امنیه قومندانۍ، په دې ولایت کې د الکوالي مشروباتو د سپړنې او پروسس او د وسلې د غير قانوني ساتنې او لېږد په تور د يو تن تورن کس د نیولو څخه خبر ورکوي.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده، نن سه شنبې (د لړم ۲۱ مه) فرحت نیوز ته ددغه مطلب په څرګندولو سره وویل:” نيول شوی تورن کس د وسلې د ناقانونه ساتنې او د الکولي مشروباتو د سپړنې او پلورلو په تور ددې ولایت اړوند د ګذرې په ولسوالۍ کې ونیو”.
ولي زاده زیاته کړه، د تورن کس يو ميل کمري تفنګچه، ۷۰ ليتره تخمر شوي ممېزې او ورسره د الکولي مشروباتو د توليد اړوند توکي هم ونیول شوه.