0658AB13-AE8D-4C7C-94B7-533126E45632

هرات کي د روان لمريز کال له پیل راهيسې ۲۰۰۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي

د هرات پولیسو د تېرو ۷ میاشتو په لړ کې، نژدي ۲۰۰۰ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نيولي.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل: د روان لمرېز کال له پیل راهیسې د هرات پولیسو ۱۹۸۳ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو لکه، وسله والې غلاوي، د دولت له مخالفو وسله والو سره غړيتوب، سړي تښتونه، د مخدره موادو قاچاق او پلور، دروه وهنه، جعلي اسناد او رشوت په تور نیولي دي.
ولي زاده زیاته کړه؛ د تورنو کسانو پورې اړوند ۲۳۰ ميله بېلابيلې وسلې هم نیولي دي.
ښاغلي ولي زاده وویل:” له ۶۰۰ سوه تنو څخه زیات کسان وسله وال غله دي.”

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات