په هرات ولایت کې سږکال شاوخوا ۴۰۰ میله بېلابيلې وسلې د ډایاک پروسې ته سپارل شوي.
د دې ولایت ځایي چارواکي وایې: هڅه یې دا ده، ترڅو ټوله ناقانونه وسلې د دې ولایت د وګړو څخه راټولې کړي او د ډایاک پروګرام له لارې یې و امنیتي بنسټونو ته وسپاري.
یوشمیر وسلې چې د مختلفه ارګانونو لخوا د نامسوله وسله والو کسانو څخه راټولې سوي وي د ډایاک پروسې ته وسپارل سوي.
دغه وسلې د تېرو درو میاشتو په موده کې د ملي امنیت ریاست له لوري د بیلابیلو عملیاتو پرمهال کشف اوضبط شوي وي، چې د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام د مرستیال او سرپرست داکتر غلام داود هاشمي او نورو اړونده مسؤولینو له لوري د ملي دفاع وزارت د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوي.
د هرات ولایت د والي مالي او اداري مرستیال غلام داوود هاشمي نن دوشنبه( ميزان ۲۲مه) فرحت نیوز ته وویل: هڅه یې داده چې ټوله ناقانونه وسلې چې د جرم او جنایت لپاره کاریږی راټولي او د ډایاک پروسی له لارې یې امنیتي بنسټونو ته وسپاري .
ده وویل” هڅه او هوډ مو دا دی، چې د غير مسؤله وسله والو څخه، چې هغه هرڅو وي او په هر چا پورې تړلی وي، باید د ټولنې له منځ څخه ټول شي او وسلې يې واخېستل شي او د خلکو څخه مو غوښتنه داده، چې د نامسؤوله وسله والو، وران کاره ډلو، جرمنو مخنیوي او امنیت ټینګښت په برخه کې د خپلو امنیتي مسؤولینو سره مرسته وکړي.”
په ورته مهال کې د لودیځې حوزی د ډایاک پروګرام مسؤل ډګروال حسام الدین فرحت نيوز ته وویل: سږکال یې د ۴۰۰ میله په شاخوا کې بیلابيلې د د امنیتي بنسټونو له خوا ورسپارل شوي.
د ډایاګ پروګرام مسؤل وايې” د کال د لومړیو څخه تراوسه څلورسوه میله بیلابیلې وسلې د مختلفو امنیتي برخو له لوري موږ ته سپارل شوي، چې په دغه وسلو کې ۳۸ میله کلاشینکوفونه، یومیل ماشیندار، یومیل چهل ټکه، یومیل شش کوف، پنځه میله میکاروف تفنچې او ګڼ شمیر نوري ډول ډول وسلې شاملي دي.”
د ملي امنیت ریاست مسؤولین وايې د یادو وسلو د ساتنې او لیږد په تور ګڼ شمیر کسان نیول شوي چې اړونده دوسیې يې عدلي او قضايي ارګانونوته راجع شوي دي .
هرات چې په دا ورستیو کې یې یوشمیر ولسوالې د نا امنېو شاهدي دي یوشمیر وګړي یې د نورو پیښو ترڅنګ د وسله والو غلاوو او سړي تښونو څخه شکایت کوي. دوي د دی وضعیت لامل ناسم مدیریت او د ناقانونه وسلو شتون د یوشمیر کسانو څخه بولې.
عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز /هرات