A91AD470-C5D0-4AC2-8CE6-15C6E04F3E63

هرات کې د يو بانک څلور تنه کارکوونکي برمته شوي

په هرات کې د یو خصوصي بانک څلور تنه کارکوونکي د سړي تښتوونکو له لوري برمته شوي دي.

د فرحت خبري آژانس د راپور له مخې، د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل: نن سهار شاواخوا ۷ بجې په دې ولایت کې د د کابل بانک څلور کارکوونکي د پوليسو له همغږغۍ پرته د اسلام قلعې ښآرګوټي په لور روان شوه، چې د هرات اسلام –قلعې ترمنځ ناڅرګند شول.

د ولي زاده په وینا، دا کارکوونکي د سړي تښتوونکو له لوري د هرات – اسلام قلعې ښارګوټي لويې لارې د قدوس آباد په سیمه کې برمته شوي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې چا او کومه ډله د بانک د کارکوونکو په تښتولو کې لاس لري.
خو د هرات امنیه قومندانۍ ویاند په وینا د تښتول شویو کسانو د موندلو او خوشي کولو په موخه د پلټنې عملیات پیل شوي او په خبره يې په دې هکله به وروسته جزئيات د رسنیو سره شریک شي.

د یادونې ده، چې دا لومړی ځل نه دی، په هرات ولایت کې د بانک کارکوونکي تښتول کېږي بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/هرات