B6A33E73-765E-4285-950B-11C70A2ED54C

په هر صورت،دسولې خبري دي له اوربند سره يو ځای بايدبيا پيل سي

دسولې ولسي حرکت نن په لوګر کې د يوې  غونډې او لاريون په ترڅ کې ټينګار وکړ چي دسولې ولاړې خبرې دي بيرته شروع سي .

دسولې ولسي حرکت مشر ښاغلي اقبال خيبر وويل چي دسولې په ټپه ولاړې خبرې دې دا ځل له اوربند سره يو ځای شروع سي ځکه که لومړی اوربند ونه سي دسولې خبرې داسې خرابيدای سي لکه تېر ځل چي خرابې شوې .

ده همدا راز ټينګار وکړ تر هغو چي ولس په واقعيت راولاړ نه سي تر هغو دجنګ لوري دافغانانو خبره نه اوري، خبرې ځنډوي چې ددې ځنډ زيان يوازې او يوازې افغان مظلوم ولس ته رسيږي.

دغونډې په اوږدو کې دسولې ولسي حرکت دځوانانو عمومي مسول ښاغلي حاجي محمد نېکزاده وویل چي طالبان او حکومت دواړه دولس له منځه راولاړ شوي دي او په ټوله کې ولس د دواړو لورو دمور وپلار حيثيت لري نو ولس ته په کار ده چي دخپلو اولادونو تر منځ په روانه خونړۍ جګړه کې مداخله وکړي ده همدا راز زياته کړه چي نه طالب يو مخ له منځه تللای سي او نه هم حکومت نو که سوله سره ونه کړي دا جنګ به تر ابده روان وي .

له غونډې وروسته په سلګونو غيرتي لوګریانو په عامو خلکو کې دډار له منځه وړلو په خاطر شاوخوا درې کيلو متره پلی لاريون ترسره کړ او په دې عمل يې دجنګ ټولو لورو ته وښودله چي موږ نور په هر قيمت دجنګ بندول غواړو او ددې مقدس ارمان په خاطر به هر راز قرباني ورکوو.

دسولې ولسي حرکت چي له شاوخوا يو نيم کال راهیسی يې په هلمند کې له يوې خونړۍ چاودنې نه وروسته دسولې ږغ پورته کړی دی داوخت په لوګر کې يې مسجد په مسجد کور په کور دسولې کمپاين شروع کړی دی .

زبیرعباسی
فرحت نیوز/لوگر