773B873B-810D-47FC-986E-BA039B237D5E

هرات کې د ټاکنېزو شکایتونو کميسیون: په دې ولایت کې د ټاکنو په تړاو مو ۴۹۲ شکایتونه ثبت کړي

هرات ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون چارواکي وایې: په دی ولایت کې د ټاکنو په تړاو یې ۴۹۲ شکایتونه ثبت کړي چې د پلازمینې کابل څخه ورته راغلو شکایتونو سره ۴۹۸ ته رسیږي.
زهرا باقري د دې کمیسون مشره په هرات کې نن سه شنبې (ميزان ۱۶مه) فرحت نیوز ته وویل: ټولو شکایتونو ته یې په خپلواکه او بې پرې ډول رسیدنه کړې ده.
اغلې باقري وايې”موږ د ټاکنو په ورځ ۴۹۸ انتخاباتي شکایتونه په قاطعانه او بې پرې توګه د قوانينو او طرزالعملونو پر بنسټ رسېدنه وکړه او ثبت مو کړل، چې له هغې جملې ۴۹۲ شکایت په هرات ولایت کې ثبت شوې او ۶ شکایت نور د کابل څخه ورته رسېدلي”
میرمن باقري همداراز زیاته کړه، د ټاکنېزو شکایتونو په تړاو یې څو کسان څارنوالۍ ته ورپیږندلي او یوشمېر نور شکایتونه یې د اسنادو نه شتون له کبله رد کړي دي.
نوموړې وايې” له ۴۹۸ شکایتونو څخه، چې موږ رسېدلي، درې مورده يې جرم ګڼل شوی او ترسره کوونکي يې څارنوالۍ ته پيژندل شوي، ۴۲ مورده يې ټاکنېزتخلفات او ۴۶ شکایتونه د انتخاباتي سرغړونو په تړاو ورسره شوي دي”
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که د ټاکنیزو جرمونو په اړه اسناد موجود وي نو دا د ټاکنو پر پایلو هم اغیز کوي.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/ هرات