61843724_2086036964840500_61891960499077120_n

هرات کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې څو سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي

هرات کې ځايې چارواکي وايې: د دې ولایت په کشک رباط سنګي، کشک کهنه او ګلران ولسواليو کې یې پوځي عملیات ترسره کړي او وسله والو طالبانو ته يې ګڼه مرګژوبله هم اړولې ده.
د هرات ولایت په يادو شمالي ولسواليو کې د څو ورځو راپه دې خوا پوځي عملیات روان دي، چې چارواکي پکې د لاسته راوړنو خبري کوي.
د هرات والي عبدالقیوم رحيمي فرحت سره په خبرو کې نن شنبه ( میزان په ۱۳مه) وویل” د وسله والو مخالفینو په وړاندې زموږ عملیات بریالي او د لاسته راوړنې ډک دي،په ځانګړي توګه د کشک رباط سنګي ولسوالۍ عملیات، چې د پروګرام او جګړه اېز پلان سره مو ترسره کړل، ښې لاسته راوړنې لري، چې په ترڅ کې يې دښمن ته مو پکې سخته مرګژوبله اړولې ده”
د هرات سیمه اېزه اداره وايې: په يادو ولسواليو کې په وروستي يوه کال کې خپل ټوله پاملرنه د دغه ولسوالیو امنیتي وضعیت ښه کیدو او پراخو پوځي عملیاتو ترسره کیدو باندې متمرکزه کړې او آن داچې دغه ولسوالیوکې ترسره شوي پوځي عملیات تیرو څوکلونوکې بيساري يادوي.
د هرات والې عبدالقیوم رحیمې چې په خپله د دي عملیاتو مشري کوله وايې: چې وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او د کشک رباط سنګې ولسوالۍ ډیری شمیر کلي یې هم د وسله والو له شتونه پاک کړي دي.
نوموړي همداراز فرحت ته وویل” د وسله والو طالبانو په وړاندې زموږ پوځي عملیات د څو بعده څخه ترسره شول، ځمکنې، هوايې او کمانډويې، چې په ترڅ کې يو شمېر کلي مو د مخالفینو څخه تصفیه کړي او څلور مشرانو مو ځنې ووژل”
د هرات شمالي ولسوالۍ چې د پراخو ساحو درلودونکي او د اقتصادي او کرنېزو فعالیتونو لپاره ترټولو مناسبه سیمې بلل کیږي وروستیو څوکلونوپه ځانګړي توګه د ټاپي، لاجوردو لارې او هرات تورغنډۍ اوسپنې ریل پټلۍ پروژو د پيل را وروسته د یولړ غیرعادي بدلونونو شاهدي دي .
په همدې حال کې یوشمېر هرات مېشته اوسیدونکي هرڅو یاد پوځي عملیات د امنیت خوندیتوب لپاره ګټور بولي، خو یوشمیر نور بیا دا عملیات نمایشې بولي او وایې: ډیری هغه سیمې چې د امنیتي ځواکونو په مالي او ځاني تلفاتو لاسته راځي، څو مهال وروسته ددې له کبله چې پکښې ځواکونه نه ځاي پر ځاي کیږي بیرته د وسله والو لاسته لویږي.
په کشک رباط سنګي او د هرات په يو شمېر نورو شمالي ولسواليو کې دا نظامې عملیات په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې په دا ورستیو کې د دې ولایت د اوبه، چشت شریف، زنده جان، غوریان او فارسې ولسواليو ترڅنګ د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفینو تحرکات ډیر سوي وه او د ولسوالۍ مرکز ته یې ګواښ جوړ کړی ؤ.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس/هرات