F72AA1E3-7A50-41AA-AE31-1994B78F287A

په هرات کې د ولسمشرېزو ټاکنو لپاره د ښځو د ګډون تقویتي پروګرام

په ولسمشرېزو ټاکنو کې د ښځو ونډې او ګډون تقویتي پروګرام په هرات کې په لار واچول شو.
په ټاکنو کې د ښځو د ونډې ډیرولو او رای ورکولو ته د هغوی هڅولو په موخه په هرات ولایت کې یو غونډه جوړه شوه.
د میرمنو عامه پوهاوۍ لوړولو او په ټاکنو کې د هغوی د ونډې پراخولو په موخه د هرات ولایت د ښځو چارو ریاست له لوري یو غونډه په لاره واچول شوه.
د ښځو چارو ریاست چارواکي وایې: د دې غونډي موخه دا ده، چې میرمنې و هڅوي، ترڅو په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي او د هیواد د روښانه راتلونکي په ټاکلو کې خپل رغنده رول ولوبوي.
په هرات کې د ښځو چارو سرپرسته سهیلا صبري فرحت ته وويل”زموږ د نن ورځې برنامه پوهنېزه او تشویقي بڼه لري، تر څو ښځې د ټاکنو په ورځ په پراخه کچه او د اوږدو کتارونو په جوړولو خپل بنسټېز حق، چې رایه ورکونه ده، په سمه توګه ګټه ترې واخلې”
په همدې حال کې د دې غونډې ګډونوالې ميرمنې وایې: ډیری میرمنی د ټاکنو په پروسه کي خپلواکې نه دي، بلکې د نارینو خوښه ورباندې تحمیلیږی.
په دې غونډه کې یوشمیر ګډونوالو میرمنو فرحت سره په خبرو کې وایې” له بده مرغه تر ډيره بریده په ولسوالیو کې میرمنې یا په ټاکنو کې د ګډون حق نلري او یاهم که ونډه اخلي د کور د نارینه په خوښه باید رایه وکاروي، چې دا د میرمنو د خپلواکۍ په برخه کې لویه ستونزه ده”
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر محمد داوود صدیق زاد وایې: دوی د دې لپاره، چې د تېرځلې ټاکنو ستونزې تکرار نه شي، خپل ټول کارکونکي په ښه توګه روزلي او د بایومتریک د سیسټم سره یې بلد کړي دی.
د میرمنو هڅولو لپاره دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې تېره ورځ یوشمېر میرمنو په هرات ولایت کې د ټاکنو په ورځ د ښځو د انځور اخیستلو اجبار په غبرګون کې اعتراضي غونډه وکړه او د اړونده ادارو یې وغوښتل، چې دا شرط د میرمنو د پراخ ګډون په خاطر بیرته واخلي.

عبدالناصر ارمل
فرحت خبري آژانس/ هرات