هرات کې د شیدا مسو کان د کيندنې چارې، يو خصوصي کمپنۍ ته وسپارل شوې.
د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ د مسو کان، چې د هيواد او سیمې په کچه يو له سترو کانونو څخه دی، ټاکل سوې د لومړنۍ پانګې اچونې د يووېشت مليونو ډالرو به ارزښت، د يو خصوصۍ کمپنۍ له لوري و کيندل شي.
ددې کان د کيندنې لاسليک نن د ماليې سرپرست وزیر همايون قیومي، د کانونو او پطروليم سرپرست وزېرې نرګس نهان او د هرات والي عبدالقیوم رحيمي د ابریشم لارې کمپنۍ ته وسپارل شو.
د هرات والي د شیدا د مس کان د کيندنې د پیل عملي چارې نيک بخت ياد کړ او زیاته یې کړه”د افغانستان د مسو ستر کان، چې له نيکه مرغه په هرات ولایت کې پروت دی، د اقتصادي پیاوړتیا او او خلکو ته د کار موندني لامل به وګرځي”
د افغانستان د کانونو او پطروليم وزيرې نرګس نهان وويل: ياده پروژه يې د آزادي سیالۍ پروسې له لارې د ابریشم لارې و خصوصي کمپنۍ ته ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د شیدا د مسو سترې پروژې وروسته به د هرات د سمنټو پروژه هم دوطلبۍ ته اعلان کړي او د آزادي سیالۍ له لارې به معیاري کمپنۍ ته وسپاري، ترڅو چاري يې په سمه او معیاري ډول او د وقفې پرته ترسره کړي.
په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي وايې: ددې پروژې عملي چارې باید ژر ترژره پیل او د تېرو پروژو غوندې نباید کاري چارې يې مقطعي مخ ته ولاړي شي.
دا اوسېدونکي وايې” د یادې پروژې عملي چارې په معیاري او دوامداره توګه باید ترسره شي ترڅو له يوې خوا خپل ارزښت وساتي او له بلې لوري خلکو ته ددې لارې د کار د زمينې په برابرولو کې د عایداتو يوه ګټوره سرچینه وګرځي”
د هرات اوسيدونک همداراز وايې: يو شمېر نوري پروژې هم د بیلابیلو کمپنیو سره لاسلیک شوي، خو له لنډې مودې وروسته يې عملي چارې په ټپه درول شوي.
د یادونې وړه ده، له دې وړاندې، هم ګڼ شمېر پروژې د يو شمېر بهرنيو او کورنيو کمپنيو سره لاسليک شوي، خو په پیل کې عملي چارې په وقفه يې ډول شروع، خو بالاخره چارې يې په ټپه درول شوي.
عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز/ هرات