6563BCCF-59C3-4A5F-82ED-EE601F8CA018

هرات کې د داعش ترهګري ډلې وتلی غړی ونیول شو

د فرحت خبرې آژآنس د راپور له مخې د هيواد په لوېديځ هرات ولایت کې د داعش ډلې د خراسان حوزې يو وتلی غړی ونیول شو.
د هرات د والي ویاند جيلاني فرهاد وايي: د داعش ډلې د خراسان حوزې مسؤل په هرات کې نیول شوی.
جيلاني فرهاد فرحت نیوز ته وویل: د داعش په تندلارې ډلې پورې تړلی تورن کس تر دې وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د افغانستان د حکومت او خلکو په وړاندې ترهګرېز فعالیت درلود او وروسته د ترهګرېزو بريدونو د ترسره کولو په موخه هرات ولایت ته تلل ؤ.
د فرهاد په وینا تورن کس د هرات د ملي امنیت د کارکوونکو د مستقیمو عملیاتو په ترڅ کې ددې ولایت د ګذرې ولسوالۍ اړوند د سياوشان په سیمه کې ونیول شو.

عبدالناصر ارمل
فرحت نیوز هرات